د سوریې د شمال ختیځ په اړه د امریکا نوی پلان.

امریکا  پلان لري چې د سوریې په شمال ختیځ کې  څارونکې  ځواکونه  ځای په ځای کړي.

د سوریې د شمال ختیځ په اړه د امریکا نوی پلان.

 

دا خبره  د امریکا  د دفاع د وزارت سرپرست پاتریک شاناهان  وکړه.

د امریکا  د دفاع د وزارت سرپرست د ناټو د دفاع د وزیرانو په ګډون په موخه  د بلجیم پلازمینې بروکسل ته د سفر پر مهال  په الوتکه کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه  په افغانستان ، عراق و سوریه کې د خپلو لیدونو کتنو  او سفر په اړه  خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د بروکسل په غونډه کې به د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو د دفاع  وزیرانو  ته  ددې هیوادونو د وضعیت په اړه  خپل د سترګو لیدلی حال  شریک کړي.

هغه وویل چې « د سوریې په اړه غواړم  چې ووایم ، د ناټو د سازمان  دې غونډې  د سوریې په شمال ختیځ کې د څار د ځواکونو د ځای په ځای کولو  په خاطر  مونږ ته  یو ډیر ښه فرصت  وړاندې کړی دی. »

هغه  د یو تن خبریال ددې پوښتنو په ځواب کې چې  ایا به څه ډول  ځواک وي؟ د چا پورې به اړوند  وي؟ مشرۍ به يي د چا په غاړه وي؟  او چیرته به  ځای په ځای کیږي؟ وویل،د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو سره په سیمه کې د امنیت او استقرار د ټینګښت  د مسلې په څرنګتیا  مذاکرات دوام لري.

هغه وویل چې  په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د تشې  د ډکولو  لپاره تر ټولو ښه  انتخاب  ائتلافي ځواکونه دي. امریکا  په سیمه کې د ائتلافي ځواکونو  د ځای په ځای کولو  پلوي کوي  خو پدې اړه  بحثونه او مذاکرات دوام لري. ځکه چې  ائتلافي ځواکونه  د خپلو سرچینو  او ښه قابلیت  خاوندان دي.



اړوند خبرونه