روسیې  د ونزویلا په مسئله کې  امریکا متحده ایالتونو ته  خبرداری ورکړ.

د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د ونزویلا په مسلې خبرې وکړې

روسیې  د ونزویلا په مسئله کې  امریکا متحده ایالتونو ته  خبرداری ورکړ.

 

روسیې  پر امریکا  د ونزویلا په کورنیو چارو کې د مداخلې نه د لاس اخیستو غږ وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف  د ونزویلا په مسئلې د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره  خبرې وکړې.

لاوروف پمپیو ته   ونزویلا په کورنیو چارو کې د مداخلې له امله خبرداری ورکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت  پدې اړه ویلي دي چې  سرګي لاوروف  د خپل امریکايي سیال  مایک پمپیو  سره  د ونزویلا د وروستیو پرمختګونو په اړه  خبرې وکړې.

لاوروف  پدې ټیلیفوني خبرو کې  خپل امریکايي سیال ته وویل چې  روسیه  د ملګروملتونو په سازمان کې  د ونزویلا په مسلې خبرو ته  چمتو دی.

هغه  د امریکا لخوا د ونزویلا په مشروع  حکومت  د لا سختو بندیزونو  په لګولو  سخته نیوکه وکړه.

هغه  امریکا ته  په ونزویلا د پوځي مداخلې په ګډون  په کورنیو چارو کې د مداخلې په اړه  خبرداری ورکړ.


پيوندونه: ونزویلا , امریکا , روسیه

اړوند خبرونه