د فرانسې د ملي شورا د رئیس  ریچارد فراند  کور  د سوځولو  هڅه وشوه.

په فرانسه کې امنیتي حالات مخ په خرابیدو دي

1142468
د فرانسې د ملي شورا د رئیس  ریچارد فراند  کور  د سوځولو  هڅه وشوه.

 

هغه وویل چې  دا  اقدام  د هر ډول  چوکاټ نه بهر یو اقدام دی. د خپلې میرمن او لوړنو  د امنیت په اړه  اندیښنه لري.

د فرانسې د ملي شورا رئیس  دا څرګندونې د پيښې نه وروسته خبري رسنیو ته وکړې.

هغه وویل چې  په فرانسه کې د ډیموکراسۍ  د سلامتیا په اړه اندیښنه لري. ځکه چې دا ډول اقداماتو د هر ډول چوکاټ نه بهر کار دی.

هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې د خپور کور انځورونه  خپاره کړي دي.

هغه  ویلي دي چې  هیڅډول شدت، تاوتریخوالی، تهدید  او ډارول  مشروع عمل  ندی.

د فرانسې ملي شورا  د رسنیو دفتر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د ښاغلي فراند  کور  د موتریف  په سیمه کې موقعیت لري. د هغه د کور د سوځولو اقدام  شوی دی چې  ګاونډیایو سمدلاسه  امنیتي ځواکونه ته  خبر ورکړ.

همداشان  ښاغلي فراند  ددې پیښې د فاعلینو پر خلاف  په رسمي ډول  شکایت  کړی دی.



اړوند خبرونه