د امریکا د کاانګرس لومړنۍ مسلمانې غړې پر امریکا د سعودي عربستان له امله نیوکې وکړې

د امریکا د کانګرس  لومړنۍ  مسلمانې  غړې  سومالیا الاصله  الهان عمر  پر امریکا متحده ایالتونو  د سعودي عربستان نه د ملاتړ له امله  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د امریکا د کاانګرس لومړنۍ مسلمانې غړې  پر امریکا د سعودي عربستان له امله نیوکې وکړې

 

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې  غړې  الهان عمر  د یمن  د کورنۍ جګړې په مسئله کې  د سعودي عربستان نه د امریکا  د مرستو او ملاتړ د پرې کولو په خاطر  د قانون په مسودې  د غور کولو په غونډه کې ګډون وکړ .

هغې  دې غونډې ته په وینا کې وویل چې  سعودي عربستان  په مشرۍ ائتلاف  په یمن کې  د حوثيانو پر خلاف د پیل کړې  جګړې سره  په نړۍ کې  تر ټولو  ستر بشري ناورین  رامنځته کړی دی.

هغې وویل چې  په تیرو  درې نیمو کلونو کې  په یمن کې  تر ۱۷ زرو تنو ډیر کسان  وژل شوي ، ۴۰ زره کسان ټپیان شوي  او تر ۳ میلیونو تنو ډیر کسان  د هیواد دننه  بې ځایه شوي دي. پدې هیواد کې ۲۲ میلیونه تنه  بیړنیو  انساني مرستو ته محتاج شوي دي. په میلیونونو تنه  د ولګې له امله  د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي. د سعودي عربستان په مشرۍ  د ائتلاف لخوا د پیل شوې  جګړې له امله  پدې هیواد کې د کولرا یا وبايي ناروغۍ  پيل شوې ده .

دا کولرا و وبايي ناروغۍ  په تاریخ کې تر ټولو  بدترینه  کولرا ده.

الهان عمر وویل  پداسې حال کې چې د منځني ختیځ په نورو هیوادونو کې  د بشري حقونو نه د سرغړونو  او یا  د سیمې د بې استقرارۍ اړوند کومه  ستونزه رامنځته شي  امریکا  سمدلاسه مداخله  کوي ، د سعودي عربستان پر خلاف  ولې چپه خوله پاتې ده؟ د سعودي عربستان پر خلاف ولې غبرګون نه ښايي؟

هغې د امریکا د حکومت پر خلاف سخت غبرګون وښود او وویل چې زه پوښتنه کوم چې ولې امریکا  د سعودي عربستان سره  د بشري حقونو په مسله کې بل ډول چلند کوي.



اړوند خبرونه