د داعش په اړه د ټرمپ څرګندونې

د داعش پر خلاف د مبارزې په اړه د ټرمپ څرګندونې

د داعش په اړه د ټرمپ څرګندونې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  وویل چې  په راتلونکې اونۍ کې به  په سوریه کې  داعش ترهګرې ډلې  سل په سلو کې نابودي  اعلان کړو.

هغه وویل  غواړم چې  رسمي څرګندونو ته  انتظار وکړم.

ټرمپ  دا څرګندونې  په واشنګټن کې جوړه شوې  د داعش پر خلاف  د ائتلاف د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وکړه. د ویلو ده چې پدې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم  ګډون کړی دی.

ټرمپ  د امریکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه راپدیخوا کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د کړې مبارزې نه په یادونې سره وویل « د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بري نه وروسته  مې  د لومړۍ  دندې په توګه  پنټاګون نه لیدنه وکړه او  د داعش ترهګرې ډلې  د ختمولو  او نابودولو په اړه مې ترینه د پلان جوړولو غوښتنه وکړه.لکه څرنګه چې پوهیږۍ  داعش ترهګرې ډلې به  د انټرنټ  له لارې  خپل پروپاګند کولو  چې  نن ورځ  پدې برخه کې هم  ملا ماته کړې شوه . »

دونالد ټرمپ  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  په مبارزه کې د ائتلاف د غړیو هیوادونو نه  د ملاتړ له امله  مننه وکړه . هغه وویل چې  د داعش ترهګرې ډلې  ۶۰ تنه  جګپوړي چارواکي مو  له منځه یوړل.


پيوندونه: مبارزه , داعش , ټرمپ

اړوند خبرونه