امریکا د داوس په غونډه کې ګډون نکوي

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  د داوس اقتصادي غونډې  ته  د امریکايي هیئت  سفر لغوه کړه. ټرمپ  د سفر د لغوه کولو دلیل  د فدرال حکومت  تړل ښودلي دي.

1128335
امریکا د داوس په غونډه کې ګډون نکوي

 

د سپینې ماڼۍ ویاندې  سارا ساندرز  د مسلې په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  ټرمپ  د فدرال حکومت د تړل کیدو له امله داوس په اقتصادي غونډه کې د ګډون په خاطر   سویس ته  د امریکايي هیئت سفر لغوه کړ. په بیان کې راغلي دي چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  پخپله هم  پدې غونډه کې ګډون نکوي. هغه  تیره اونۍ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي وو چې د داوس په سږنۍ اقتصادي غونډه کې به ګډون ونکړي.

د ویلو ده چې  ټرمپ  ددې سربیره  افغانستان ته  د مشرانو د جرګې  ننسي پلوسي  سفر هم  ځنډولی دی.

ټرمپ د ډیموکراټ  ګوند  استازې  او د مشرانو جرګې مشرې   ننسي پلوسي ته په استولي یو لیک کې ویلي دي چې د فدرال حکومت د تړل کیدو له امله نشي کولی چې  بروکسل، مصر او افغانستان ته د سفر په خاطر هغه ته پوځي الوتکه ورکړي.

ټرمپ ویلي دي که چیرې  فدرال حکومت په کار پيل وکړ  کیدای شي چې  ددې دا یو اونیز سفر له سره  پلان کړي.

همداشان ټرمپ  ننسي ته ویلي دي که چیرې بیاهم  غواړي چې  دا سفر ترسره کړي  کیدای شي چې  د تجاري الوتکې نه کار واخلي.

د یادولو وړ ده چې  په امریکا کې  د ولسمشر ټرمپ او ډیموکراټانو ترمنځه  د هیواد په پوله کې د امنیتي دیوار د بودیجې په اړه اختلافاتو په پایله کې  فدرال حکومت تړل شوی دی .



اړوند خبرونه