د نایجریا ولسمشر: بوکوحرام ترهګره ډله د بهرنیو طاقتونو لخوا تمویلیږي

د نایجریا ولسمشر محمد بخاري  وویل چې  پدې خبره پوره باور لري چې  بوکر حرام  ترهګره  ډله  د بهرنیو ځواکونو لخوا حمایه کیږي.

د نایجریا ولسمشر: بوکوحرام ترهګره ډله د بهرنیو طاقتونو لخوا تمویلیږي

د نایجریا ولسمشر محمد بخاري  وویل چې  پدې خبره پوره باور لري چې  بوکر حرام  ترهګره  ډله  د بهرنیو ځواکونو لخوا حمایه کیږي.

هغې دا څرګندونې  په پلازمینه  ابوجا کې  د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په چوکاټ کې جوړو شوو مراسمو ته وکړې.

هغه وویل چې  د نایجریا پوځ  د بوکوحرام  ترهګرې ډلې  په کامله توګه د لمنځه وړو او لا ښې مبارزې په خاطر  لا زیاتو وسلو او پوځي تجهیزاتو ته  اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې  پوره باور لري چې  د بوکوحرام  ترهګرې ډلې نه  د بهرنیو قدرتونو  لخوا  ملاتړ کیږي. بهرني قوتونه دا ترهګر  حمایه کوي.

د بله پلوه  په نایجریا کې  بې پولو ډاکټرانو سازمان ویلي دي چې  د بوکوحرام  ترهګره ډله  د عسکري هډو  او مرکزونو نه سربیره  په ملکي استوګنځایونو هم  بریدونه کوي چې د همدې امله  په زرګونو تنه  بې ګناه انسانانو د خپل کور او کلو پریښودو ته  مجبور شوي دي.

په نایجریا کې د بوکو حرام  ترهګره ډله په ۲۰۰۰ کلونو کې  په فعالیت پیل کړی دی. یادې شوې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه  د ۲۰۰۹ کلونو راپدیخوا  په عام وژنو  او ډیرو سترو سترو جنایتونو لاس پورې کړی دی.

بوکوحرام  د ۲۰۰۹ کال راهیسې په ترسره کړو خونړیو بریدونو کې  تر شلو زرو تنو بې ګناه انسانان  وژلي دي.

همداشان  دې ترهګرې ډلې د  ۲۰۱۵ کال نه راپدیخوا  د نایجریا په ګاونډیو هیوادونو لکه کامرون، چاد  ، نیجر  او کینا  باندې په بریدونو پيل کړی دی.



اړوند خبرونه