د یونان لومړی وزیر ترکیې ته راځي

الکسیس چیپراس ترکیې ته راځي

د یونان لومړی وزیر ترکیې ته راځي

د یونان  لومړی وزیر الکسیس چیپراس د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې ترکیې ته راځي.

دا خبره پخپله چیپراس کړې ده.

هغه  د یونان  د یو تلویزیون سره په مرکه کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه  ترکیې ته د ترسره کوونکي  سفر په اړه  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې په پام کې لري  چې په راتلوونکي میاشت کې ترکیې ته راشي. خو د سفر دقیقه نیټه تر اوسه پورې  معلومه نده.

چیپراس د ترکیې او یونان  ترمنځه  اړیکو ته په اشارې سره وویل « د دواړو هیوادونو ترمنځه  د تماس کانالونه باید  هر وخت پرانیستي وي په ځانګړې توګه په اړیکو کې د ستونزو پر مهال. د ښاغلي اردوغان سره  د تماس د کانالونو پرانیستي ساتل ډیر مهم دي. مونږ  په هرو دوو یا دریو میاشتو کې یو ځل په نړۍوالو غونډو کې د یو بل سره  ګورو، ځکه چې  په لوړه کچه تماسونه ډیر مهم  دي.»



اړوند خبرونه