په هندوستان کې په میلیونونو تنو کارګرانو  په کاري اعتصاب  لاس  پورې کړی دی.

په هند کې دوه ورځنی کاري اعتصاب پیل شوی دی

په هندوستان کې په میلیونونو تنو کارګرانو  په کاري اعتصاب  لاس  پورې کړی دی.

 

د هندوستان د صنفي اتحادیو عمومي  مشر امرجیت خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په هندوستان کې نږدې ۲۰۰ میلیونو تنو  کارګرانو پرون په دوه ورځني عمومي کاري اعتصاب  لاس پورې کړی دی.

هغه ویلي دي چې اعتصاب په ټول هند کې  پيل شوی دی. د نوموړي اعتصاب نه موخه  د حکومت پر سیاستونو  نیوکه  او د کارګرانو  د حقونو غوښتنه ده.

هغه ویلي دي چې په هیواد کې د توکو د بیو لوړیدل، په صنفي اتحادیو بې ځایه نیوکې، د حد اقل ټیټې تنخوا  او ټولنیز امنیت  په مسله کې ستونزې  هغه  څه دي چې  دوې  اعتصاب کولو ته  مجبور کړي دي.

هغه  ویلي دي چې د حکومت نه پدې برخه کې  د غوڅو ګامونو د اوچتولو او زمونږ  د غږ  د اوریدو  غوښتنه کوو.

د ویلو ده چې  په هند کې کاري اعتصاب  د ژوند  په ورځنیو چارو بې اغیزې کړي دي. حکومت په ډيری سیمو کې  ښوونځي  د دوو ورځو لپاره رخصت کړي دي.

همداشان  د هندوستان په بعضو سیمو کې  د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځه نښتو نه خبر ورکړ شوی دی.


پيوندونه: کاري اعتصاب , هند

اړوند خبرونه