د امریکا دوه الوتکې سره وجنګیدې

د امریکا متحده ایالتونو  اړوند  دوه  الوتکې  د جاپان  په سواحلو کې  سره وجنګیدې.

KC-130.jpg

 

د امریکا  د سمندري ځواکونو د قومندانۍ  لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د جاپان  د واکوني  په سیمه کې  د امریکا د سمندري پلو ځواکونو د هوايي هډې اړوند دوه الوتکو  د تعلیمي  الوتنو  پر مهال په هوا کې سره  جنګیدلي دي.

ویل کیږي  یوې ک سي ۱۳۰ ډوله ټانکر  الوتکې  د اف ای ۱۸ ډوله جنګي الوتکې سره ټکر کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې پيښه  د دسمبر په ۶ مه نيټه  د جاپان په وخت  په دوو بجو  رامنځته شوې ده .

ددې پيښې  یو تن  ټپي  د جاپان د ژغورنې د ډلو لخوا ژغورل شوی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس  بیا ویلي دي چې پدې پیښه کې  ۶ تنه امریکايي سرتیري لا درکه شوي دي چې  د موندولو په خاطر يي عملیات دوام لري.

د الوتکو  د جنګیدو  لامل  تر اوسه پورې معلوم  ندی.

د پيښې په اړه  تحقیقات پیل شوي دي.

د بله پلوه  د امریکا  د ( یو اس اس مک کامپ بیل  )  په نامه  په  ډیرو پرمختللو  توغندیو  سمبال  کښتۍ  د جاپان  د سمندر نه د لوی پيتر خلیج  پر لورې  چې  روسیه  پکې د حق  دعوا کوي  د استولي دي.

امریکا سمندري ځواکونو ویلي دي چې  دا کښتۍ  د لوی پیتر په خلیج کې د روسېې د ادعاګانو په مقابل کې  د ازادو عملیاتو په خاطر  استول شوي دي.



اړوند خبرونه