نوی کالدونیا  د ریشتر په کچه  د ۷ عشاریه ۵ په لویوالي سره  زورورې  زلزلې ولړزو.

د ټاپو ګانو هیواد نوی کالدونیا د توسونامي د ګواښ سره مخامخ دی

نوی کالدونیا  د ریشتر په کچه  د ۷ عشاریه ۵ په لویوالي سره  زورورې  زلزلې ولړزو.

 

همداشان  د ټاپوګانو  هیواد نوی کالدونیا  د توسونامي  د ګواښ سره هم  مخامخ  دی.

د امریکا د زلزله پیژندنې  ادارې  د معلوماتو له مخې  د نوموړې  زلزلې لویوالی  د ۷ عشاریه ۳ او ۷ عشاریه ۶ ترمنځه  اټکل کړی دی.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې زلزله  د لس کیلومترۍ په ژوروالي سره  د اقیانوس  لاندې  رامنځته شوې ده . یادې شوې زلزلې  د نوی کاندونیا  د هیواد  ۱۵۵ کیلومتره  سواحل  لړزولي دي.

همداشان  د امریکا  د زلزله پیژندنې  ادارې  د نوی کالدونیا هیواد  لپاره  د  قوي توسونامي  خبرداری هم  ورکړی دی. اټکل شوی دی چې  د سمندر څپې به  تر ۳ مترو پورې  لوړې شي.

په نوی کالدونیا  هیواد کې  د سواحلو  په څنډو کې د پرتو سیمو  د خلکو  د تخلیه  کولو امر شوی دی.

د کاندونیا  د هیواد چارواکیو  د خلکو نه  د توسونامي  د خطر نه په امان کې د پاتې کیدو له امله  باامنو  سیمو ته  د تلو غوښتنه کړې ده .

د زلزلې له امله  د رامنځته شوو ځاني او مالي تلفاتو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه