ټرمپ داځل د ټولنیزې مډیا له لارې پر پاکستان سختې نیوکې وکړې

ټرمپ : په پاکستان مو مالي مرستې پرې کړې

ټرمپ داځل  د ټولنیزې مډیا له لارې پر پاکستان  سختې نیوکې وکړې

 د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  دا ځل د ټولنیزې مډیا له لارې پر پاکستان  ډیرې سختې نیوکې وکړې .

ټرمپ وویل چې  ددینه وروسته به پاکستان سره هیڅډول  مالي مرسته ونکړي.

هغه  په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ددینه وروسته به د پاکستان سره  مالي مرسته ونکړي ځکه چې  دوی زمونږ نه پیسې اخلي خو په مقابل کې  هیڅ شي مونږ ته نه راکوي.

هغه  ویلي دي چې  تر ټولو ښه مثال  په پاکستان کې د القاعدې ترهګرې ډلې د مشر نیول  دي.

همداشان  افغانستان  بل  ښه  مثال  دی.

ټرمپ ویلي دي چې  البته  دا لازم  وه چې  مونږ  باید  د القاعدې ترهګرې ډلې مشر  اسامه بن لادن  لا وخته  نیولی وی. هغه ویلي دي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې پيښې نه مخکې په خپل کتاب کې هم  پدې اړه  یادونه کړې وه. بیل کلنټن  خپل چانس د لاسه ورکړ.

د پاکستان سره  مو  په میلیاردو ډالرو مرسته وکړه خو هغوې  څه وکړل. اسامه بن  لادن يي په خپل هیواد کې پټ کړ. دې احمقانو  مونږ ته  په پاکستان کې د اسامه د اوسیدو په اړه هم  مونږ ته  خبر نه وو راکړی.

د یادولو وړ ده چې  ټرمپ ادارې  ددینه مخکې په پاکستان  د مالي مرستو د بندولو نه خبر ورکړی وو. ټرمپ ادارې  د روان کال د جنوري په میاشت کې ویلي وو چې  پاکستان د بعضو ترهګرو ډلو  او سازمانونو لپاره  د امن په سیمې بدل شوی دی. دا ترهګریز سازمانونه  په افغانستان کې  بریدونه کوي.



اړوند خبرونه