ټرمپ افغانستان ته سفر کوي

ټرمپ غواړي افغانستان او عراق ته سفر وکړي.

ټرمپ افغانستان ته سفر کوي

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  افغانستان کې خپل لومړنی  سفر ترسره کوي.

دا خبره ټرمپ  د فوکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وکړه.

ټرمپ وویل چې  افغانستان او عراق ته يي د سفر اړه په پلان  جوړولو پیل شوی دی. غواړي چې  افغانستان او عراق ته سفر وکړي.

خو  ټرمپ  د افغانستان ته د خپل سفر دقیقه  نیټه  اعلان نکړه.

ویل کیږي ټرمپ  دا سفر په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو نه د لیدنې په خاطر ترسره کوي.

ټرمپ پداسې حال کې  افغانستان ته د سفر نه یادونه کوي چې په افغانستان کې د سولې په خاطر  د طالبانو او امریکا  ترمنځه مخامخ لیده کاته پيل شوي دي.

ټرمپ  پدې مرکه کې  په پاکستان د پوځي مرستو  د درولو  او ددې هیواد په اړه د خپلو سیاستونو  په اړه هم  ارزونې وکړې.

هغه په پاکستان  د پوځي مرستو د بندولو نه  په دفاع کې وویل ، پاکستان تر ننه پورې  د امریکا  لپاره  هیڅ هم  ندي کړي.

هغه وویل چې تاسې وګورۍ  پاکستان هغه هیواد دی چې  د القاعدې ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن کې پکې  د کلونو کلونو  لپاره  پټ وو. په یو داسې سیمه کې  چې په څو مترۍ کې  پوځي  هډه  وه پټ وو.

هغه  د پاکستان نه  د ترهګرو د حامي په توګه یادونه وکړه او ګواښ وکړ چې دا هیواد به  ډیر څه د لاسه ورکړي.



اړوند خبرونه