ټرمپ : د قاشقچي د جنایت پر مهال ثبت شوی غږ مونږ ته رارسیدلی دی

ټرمپ : سعودي عربستان زمونږ ډير نږدې متفق دی او نه غواړي چې د لاسه يي ورکړي

ټرمپ : د قاشقچي د جنایت پر مهال ثبت شوی غږ مونږ ته رارسیدلی دی

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  وویل چې  د سعودي عربستان  د منتقد او مخالف ژورنالست  جمال قاشقچي د جنایت اړوند  ثبت شوی غږ مونږ  ته  رارسیدلی  .

هغه وویل « ومې نه غوښتل چې دا غږ  واورم ، ځکه چې  د وحشت نه ډک  دی.»

ټرمپ  دا څرګندونې  د فوکس نیوز سره  په مرکه کې وکړې. هغه وویل چې  دا غږ  د اکتوبر په دویمه نيټه  په استانبول کې  د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې  د جمال قاشقچي  د جنایت پر مهال  ثبت  شوی دی. هغه وویل چې  ثبت شوي غږ  مونږ ته رارسیدلی دی. د غږ په اړه يي  مې  کافي معلومات ترلاسه کړي دي.

ټرمپ وویل چې ومې نه غوښتل چې دا غږ واورم ، ځکه چې  د وحشت نه ډک  دی.

هغه د سعودي عربستان په چارواکیو  د بندیزونو لګولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « سعودي عربستان  زمونږ  ډیر نږدې متفق هیواد دی. نه غواړي چې دا ډول  نږدې متفق د لاسه ورکړي. »



اړوند خبرونه