امریکا د قاشقچي د جنایت له امله د سعودي عربستان په ۱۷ تنو وګړو بندیز ولګو

امریکا د قاشقچي د جنایت نه ۴۵ ورځې وروسته د سعودي عربستان په ځینو وګړو بندیز ولګو

امریکا د قاشقچي د جنایت له امله  د سعودي عربستان په ۱۷ تنو وګړو بندیز ولګو

امریکا  متحده ایالتونو  د  سعودي عربستان د منتقد او مخالف ژورنالست  جمال قاشقچي د جنایت له امله په نوموړي هیواد کې  د ځینو بندیزونو لګولو پریکړه وکړه.

امریکا  د جمال قاشقچي د جنایت په تړاو کې  د سعودي عربستان  د ۱۷ تنو وګړو نومونه  د بندیزونو په لست کې شامل کړل.

د امریکا د خزانې وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د قاشقچي په جنایت کې  لاس لرونکي  د نړۍوالو بشري حقونو د مسئولیتونو د قانون په چوکاټ کې  د بندیزونو په لست کې د شاملولو پریکړه کړې.

واشنګټن  د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پخوانی  سر سلاکار سعود القحطاني ، په استانبول کې  د سعودي عربستان جنرال قونسل محمد الکاتبي د هغه  د مرستیال ماهر مطرب  سربیره  د صلاح محمد توبایجي،مشعل البوستاني، نایف العارفي، محمد الزهراني، منصور ابوحسین، خالد العتیبي، عبدالعزیز الهواسي، ولید السحري، ثار الحربي، فهد البلاوي، بدر العتبي، مصطفی المدني، سیف القهطاني او ترکي السحري  نومونه  د بندیزونو په لست کې شامل کړل.

د ویلو ده چې  د امریکا لخوا په نوموړو کسانو د لګیدولو بندیزونو په چوکاټ کې  په امریکا کې  ددې کسانو اړوند  مال او دارايي ګانې کنګل کیږي  او د امریکايي وګړو ، شرکتونو او ادارو سره په هر ډول تجاري اړیکو بندیز لګول کیږي.

د ویلو ده چې امریکا  پر سعودي عربستان باندې  دا بندیزونه  د جمال قاشقچي د جنایت نه ۴۵ ورځې وروسته ولګول.

سعودي عربستان  تیره ورځ  د جمال قاشقچي په وژنې اعتراف وکړ او ددې جنایت نه يي د ستر جرم  او خطا په توګه یادونه وکړه.

د سعودي عربستان  لوی څارنوالۍ بیا  د قاشقچي په جنایت د تورنو ۱۱ تنو نه پنځو تنو ته  د اعدام  غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه