په امریکا کې د شپې په کلوپ خونړی برید شوی

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې د شپې په کلوپ وسله وال برید شوی

1084144
په امریکا کې د شپې په کلوپ  خونړی برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو  د کالیفورنیا  په ایالت کې  په یو نایټ کلپ خونړی  برید وشو.

د امریکا نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  په کالیفورنیا ایالت کې  د شپې په کلوپ  د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د کالیفورنیا  ایالت  پولیسو  د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې  ته ویلي دي چې د شپې په کلوپ د ترسره شوي  وسله وال برید له امله  لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي  چې  پیښه  د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار لویدیځ لوري ته په ۶۰ کیلومترۍ کې  د ټاوزنډ اوکس د سیمې  د بودرلاین ایند ګریل  په نامه  د شپې په کلوپ کې رامنځته شوې ده .

د برید نه وروسته  ګن شمیر پولیس ، د ژغورنې  او روغتیايي  ډلې  سیمې ته رسیدلي دي.

ویل کیږي برید کوونکي  ۳۰ ډزې  کړي  چې  په پایله کې ۱۲ تنه مړه او ګن شمیر نور کسان ټپيان شوي دي.

پولیسو ویلي  دي  چې د برید پر مهال په سلګونو تنه د شپې په کلوپ کې  موجود  وو. برید کوونکی هم  د برید نه وروسته  د شپې د کلوپ  ترڅنګ  مړ موندل شوی دی. دا لا معلومه نده چې برید کوونکي  پخپله ځان وژنه کړې او که د بل چا لخوا وژل شوی دی.

 

 



اړوند خبرونه