د هندوستان د سترې محکمې لخوا په ناحقه د وژل شوو ۴۲ تنو مسلمانانو په اړه تاریخي پریکړه وکړه

د هندوستان سترې محکمې  د لسګونو تنو  بې ګناه مسلمانانو د وژلو په تور تورن  ۱۶ تنه  پولیس  د اعدام  په سزا محکوم کړل.

د هندوستان د سترې محکمې لخوا په ناحقه د وژل شوو ۴۲ تنو مسلمانانو په اړه تاریخي پریکړه وکړه

د هندوستان  سترې محکمې  تاریخي پریکړه  وکړه.

ویل کیږي په هندوستان کې  د ۱۹۸۷ کلونو  د  پیښو په تړاو سترې محکمې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه. محکمې ویلي دي چې دا ثابته شوې ده چې   ۱۶ تنو پولیسو د ۴۲ تنه مسلمانان په ناحقه توګه او په قصدي توګه وژلي دي.

د هندوستان په پلازمینه  نوي ډیلۍ کې  سترې محکمې  د هاشمپورا د قتل عام  د دعوا  په اړه  خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه.

ویل کیږي د هاشمپورا د قتل عام په دعوا کې د  هندوانو او مسلمانانو ترمنځه  د نښتو په ترڅ کې  ۱۶ تنه پولیس  د محکمې لخوا د ۴۲ تنو بې ګناه او بې وسلو انسانانو  د وژلو، سړي تښتونې ، جنایت  او د پيښې د دلایلو او شواهدو د  لمنځه وړو په تور  تورن او د اعدام  په سزا محکوم کړل.

ویل کیږي  پدې وخت کې  ۱۶ تنو پولیسو ۴۲ تنه بې ګناه مسلمانان  د نیولو نه وروسته  لاسونه پرې تړلي  او په دوو لاریو کې  مختلفو سیمو ته د وړو نه وروسته  ویشتي  او وژلي دي.  

پولیسو  وروسته  د نوموړو ۴۲ تنو مړي  د اوبو ته  ګوزار کړي دي.

د یادولو وړ ده چې پدې پیښه کې د مجرمینو شمیره  ۱۹ تنه وه  خو ۳ تنه يي  د دعوا  پدې ۳۱ کلونو کې  ژوند  د لاسه ورکړی دی.   



اړوند خبرونه