د کاناډا سویل لویدیځه سیمه زورورې زلزلې ولړزوله

په کاناډا کې  ډیره  زوروره  زلزله رامنځته شوه.

1072898
د کاناډا سویل لویدیځه سیمه زورورې زلزلې ولړزوله

 

د کاناډا  په سویل ختیځ کې  د پورټ هارډي په سیمه کې  د ریکتر په کچه  د ۶ عشاریه ۶ په لویوالي سره  زلزله رامنځته شوې ده .

د امریکا  د جیولوژیکو تحقیقاتو مرکز  ویلي دي چې  د کاناډا  په سویل لویدیځ کې  د پورټ هاردي  په کلي کې د مځکې لاندې په ۲۱۸ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .

یاد شوي مرکز ویلي دي چې  دا زلزله  د ریکتر په کچه  د ۶ عشاریه ۶ په لویوالي سره  رامنځته شوې ده .

د ویلو ده چې پدې زلزله کې تر اوسه پورې د ځاني یا مالي زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي .


پيوندونه: #کاناډا , #زلزله

اړوند خبرونه