امریکا د قاشقچي د مسلې په اړه د تفتیش د تاکلو ادعا رد کړه

امریکا : د قاشقچي مسله به هر څه ژر روښانه شي

امریکا د قاشقچي د مسلې په اړه د تفتیش د تاکلو ادعا رد کړه

امریکا متحده ایالتونو  د سعودي عربستان د تري تم شوي  خبریال جمال قاشقچي د مسلې په اړه  د تفتیش  د ټاکلو  ادعا  رد کړه.

د ډیپلوماتیکو سرچینو د خبر له مخې  امریکا د قاشقچي د مسلې په اړه هیڅډول تفیش ندی ټاکلی  او پدې اړه هر ډول څرګندونې  حقیقت نلري.

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  تیره ورځ  د جمال قاشقچي د مسلې په اړه خبریالانو ته ویلي وو چې ( په ترکیه کې زمونږ د تفتیش  ډله  شتون لري  او پدې مسله کې د ترکیې سره په ګډه کار کوو. که رښتیا ووایم  د سعودي عربستان سره هم  په ګډه کار کوو. مونږ باید خامخا  قاشقچي  پیدا کړو. دا مسله باید خامخا  روښانه شي.)

همداشان  ټرمپ  وروسته د فوکس تلویزیون سره په مرکه کې هم  پدې اړه ویلي وو چې  د قاشقچي  مسله  د ډیر نږدې نه  تعقیبوو  . دا مسله  باید  په هر ډول چې کیږي  په ډاګه شي.

د یادولو وړ ده چې  د سعودي عربستان د اصلاح غوښتونکو د مهمې د الوطن ورځپاڼې  مهم  ملاتړ  او مرسته کوونکی او  د واشنګټن پوست ورځپاڼې  خبریال  جمال قاشقچي  د اکتوبر په دویمه نیټه  د رسمي کار په خاطر  په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته  د تلو او ددننه د ننوتو نه وروسته  تري تم شوی دی.



اړوند خبرونه