دونالد ټرمپ په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا د دایمي استازې استعفا ومنله

ټرمپ په ملګروملتونو کې د امریکا د نوې استازي د ټاکلو په اړه معلومات ورکړل

1065757
دونالد ټرمپ په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا د دایمي استازې استعفا ومنله

په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا متحده ایالتونو دایمي  استازې نیکې هیلي له خپلې دندې  استعفا وکړه.  د امریکا ولسمشر ټرمپ  د نیکي هیلي  استعفا ومنله  او د نوې استازي  د ټاکلو په اړه يي ارزونې وکړې.

د امریکا ولسمشر  په سپینه ماڼۍ کې  د نیکي هیلي  د استعفا کولو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرمپ  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې  د هیلي  استعفا يي ومنله  او هر څه ژر به  دې دندې نه  نوی کس  وټاکي.

هغه  ددې پوښتنې په ځواب چې ایا  دې دندې ته  خپل لور ایوانکا ټرمپ  د ټاکلو په اړه يي فکر کړی دی او که نه؟ داسې وویل، هو  پدې اړه مې فکر کړی دی خو  که چیرې ایوانکا  وټاکم  ټول به فکر وکړي چې خپل لور ته يي واسطه وکړه.

ټرمپ  وویل چې  ددې پوست لپاره  د امریکا د مطبوعاتو سره ډیره اشنا یوه څیره  په نظر کې لري. یو داسې کس چې  په سپینه ماڼۍ کې هم  دنده  ترسره کړې ده . غواړي چې  د سپینې ماڼۍ  د ملي امنیت د سلاکار مرستیاله  دینا حبیب پوویل  وټاکي.

هغه وویل چې  دینا  دې  دندې ته  تر ټولو  غوره  کس  دی.

د یادولو وړ ده چې  مصري الاصله  ۴۵ کلنه  دینا حبیب پوویل  د ولسمشر ټرمپ  د دندې  په لومړنیو  شپو ورځو کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار د مرستیالې په توګه  دنده  ترسره کوله چې وروسته يي استعفا وکړه او د ګولډمن سچس په نامه په یو خصوصي شرکت کې  په دندې پیل وکړ.

ټرمپ تیره ورځ وویل چې  په ملګروملتونو کې د امریکا  موجوده  استازې نیکي هیلي به  د روان میلادي کال تر پایه پورې  خپلې دندې ته دوام  ورکړي.



اړوند خبرونه