امریکا روسیې لخوا سوریې ته د پرمختللو توغندیو د ورکولو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود

امریکا: د روسیې لخوا سوریې ته د پرمختللو توغندیو ورکول ستره خطا ده.

امریکا روسیې لخوا سوریې ته د پرمختللو توغندیو د ورکولو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود

د روسیې لخوا  سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللو دفاعي هوايي توغندیو د ورکولو د پریکړې په اړه امریکا سخت غبرګون وښود.

د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جان بالتون  وویل چې د مسکو لخوا سوریې ته  د پرمختللو دفاعي توغندیو  د سیستم  ورکول  ستره اشتباه او خطا  ده.

هغه دا څرګندونې په نیویارک کې  وکړې. هغه وویل چې د روسیې دا پریکړه به  په سیمه کې  خراب  حالات  لا پسې  خراب کړي. په سیمه کې  به  د جګړې  او نښتو کچه لا پسې لوړه کړي.

هغه په مسکو غږ وکړ چې په خپلې دې پریکړې  بیا کتنه وکړي. هغه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به  د مسلې په اړه  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره  خبرې وکړي.

هغه وویل چې امریکا په سیمه کې د خپلو سرتیرو  د امنیت په اړه اندیښنه لري. همداشان  د اسراییلو  پر وړاندې د ایران  د بریدګر دریځ په اړه هم  اندیښنه لرو. اسراییل  بیا د نوموړي  برید ګر دریځ پر وړانډې  د ځان نه د مدافع پوره حق لري.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل تر کومه چې  په سیمه کې د ایران اغیزې کمې شوي نوي  امریکا به د سوریې نه خپل ځواکونه ونه باسي. تر کومه چې د ایران وسله وال پوځونه  د نوموړي هیواد د پولو نه بهر  په نورو سیمو کې شتون ولري امریکا به خپل ځواکونه د سیمې نه  بهر نکړي.

د ویلو ده چې  د روسیې د دفاع وزیر  تیره ورځ اعلان وکړ چې د راتلوونکو دوو اونیو په دننه کې به  سوریې ته اس ۳۰۰ پرمختللې دفاعي هوايي توغندي ورکړي.

د بله پلوه د روسیې د ولسمشرۍ ویاند  ویلي دي چې  سوریې ته د اس ۳۰۰ توغندیو د ورکولو نه  هدف  په دریم ګړو هیوادونو برید کول ندي.



اړوند خبرونه