د ویتنام  ولسمشر  ومړ.

د ویتنام ولسمشر د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړ

د ویتنام  ولسمشر  ومړ.

 

د ویتنام ولسمشر  تران ډي ګوانګ  د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله  د ۶۱ کلونو په عمر  ژوند د لاسه ورکړ.

د ویتنام  دولتي راډیو  د خبر له مخې  ولسمشر ګوانګ د ورپیښې شوې  ډیرې سختې ناروغۍ له امله  تیره شپه  په ځايي وخت په ۳ بجو او پنځو  دقیقو  ژوند  د لاسه ورکړ.

د ویلو ده چې د ویتنام  ولسمشر  چې  د ۲۰۱۶ کال  د اپریل په دویمه نيټه  د ولسمشرۍ په ټاکنو  کې  د ۹۱ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره  په غوڅ اکثریت  د ولسمشر په توګه ټاکل شوی وو  د تیر یو کال راهیسې په ډیرې  سختې ناروغۍ  روږدی شوی وو.

هغه به  د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله په ډیری  مجالسو او غونډو کې برخه نه اخیسته.



اړوند خبرونه