ټرمپ په اروپايي ټولنې نیوکې وکړې

ټرمپ : امریکا د نړۍ د خزانې په څیر ده . هر چا لوټ کړې ده.

1052480
ټرمپ  په اروپايي ټولنې نیوکې وکړې

 د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر  دونالد ټرمپ  وویل ، اروپا چې تر پرونه  پورې  زمونږ  بلنو ته  ځواب نه ورکولو  د  کومې ورځې نه مو چې  په موټرو  ورته  د ګمرکي  تعرفې  د لوړولو ګواښ وکړ اوس  زمونږ  د خولې نه د غږ د وتو  سره سم  زمونږ په دفتر کې حاضر وي.

ټرمپ  د اروپا د کمیسیون پر مشر  جین کلوډ سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې  ښاغلي کلوډ  تر پرونه پورې  زمونږ  بلنو ته ځواب نه ورکولو. خو کله چې د ګمرکي مالیې د لوړولو خبره مو رامنځته کړه  پداسې یو سرعت  زمونږ  دفتر راغی  چې  زه  نه پوهیدم چې  په نړۍ کې داسې ګړندۍ  الوتکه شتون ولري.

هغه وویل چې  مونږ  د نړۍ  خزانه یو  او هر چا  مونږ  لوټ کړي یو.

ټرمپ وویل اروپا چې تر پرونه پورې  د تجاري مذاکراتو خبره خو پر ځای پریږده چې  زمونږ  بلنو ته به يي ځواب  نه ورکولو نن  ورځ  تجاري مذاکراتو ته  تیاری  ښودلی دی.

ټرمپ  دا څرګندونې  د پولنډ د ولسمشر  سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.

هغه  د امریکا د تجاري سیاستونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « هغه وویل چې غواړو  د ګمرکي  تعرفو سره  د هیواد  موجود  کسر  له منځه یوسو خو دا خبره  البته چې  وخت  ته  اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې  په چین باندې  نوې  ګمرکي  تعرفې  لګولي دي.

هغه  وویل اروپايي ټولنې هم  د چین په څیر  امریکا  استثمار کړې ده . زمونږ  ښه نیت  يي سوءاستعمال کړی  دی.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  اروپا حتا  د تجاري مسلو په اړه  زمونږ  سره  خبرو ته  تیاره نوه. پخواني ولسمشر اوباما سره  يي  خبرې نکولې.

مونږ  څو ځله  د اروپا د کمیسیون مشر ته  د تجاري مذاکراتو وړاندیز وکړ  حتا  ځواب يي رانکړ او په هر ځل به يي دا وړاندیز ردولو.

امریکا  درې ځلې  سر په سر  اروپا ته  د مذاکراتو وړاندیز وکړ  او هغوې رد کړ.

مونږ هم  وویل چې  بس  دی  امریکا د چا سره  مذاکراتو ته  اړتیا نلري.

مونږ  د هغوې  پر میلیونونو موټرو چې امریکا ته رااستوي  د ګمرکي مالیې د لوړولو پریکړه وکړه. زمونږ  ددې پریکړې  نه  سمدلاسه وروسته  د اروپا د کمیسیون ریس  پداسې چټکۍ سره  زمونږ  دفتر ته  ځان راورسو چې ما ګمان نه کولو چې په نړۍ کې دې داسې ګړندۍ  الوتکه  شتون ولري.

هغه وویل کله چې مو اروپايي ټولنه  په ګمرکي تعرفې وګواښله هغوې  مذاکراتو ته  غاړه کیښوده .

ټرمپ وویل چې د مکسیکو سره هم  د نوي تجاري تړون  د لاسلیکولو په درشل کې قرار لرو.

پخوا  یو پلوي تړون  شتون درلود. اوس  دوه پلوی  تړون  لاسلیکیږي. دا تړون به د دواړو په ګټه وي.



اړوند خبرونه