د روسیې پوځي الوتکه لا درکه شوې ده

د روسیې  یوه پوځي  الوتکه  د مدیترانې د سمندر د پاسه  لا درکه شوې ده.

1051519
د روسیې پوځي الوتکه لا درکه شوې ده

 

د روسیې  د دفاع وزارت ویلي دي چې  ددوې یوه پوځي الوتکه  چې  ۱۴ تنو سرتیرو پکې شتون درلود  د مدیترانې  سمندر د پاسه  د رادار سره  اړیکې پرې شوي  او لا درکه شوې ده .

د روسیې د دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان  له مخې الوتکه  په سوریه کې د روسیې د الحمیم  پوځي هډې ته  روانه وه چې  په مدیترانه کې لا درکه شوه.

په بیان کې راغلي دي چې  دا الوتکه  د اسراییلو د ۴ اف ۱۶ الوتکو لخوا د سوریې د لازقیه پر ښار  د بریدونو پر مهال  لا درکه شوې ده . د بله پلوه په مدیترانه کې  د فرانسې  یوې جنګي بیړۍ په سیمه  د توغندي برید هم  تثبیت کړی دی.

په بیان کې ویل شوي دي چې د الوتکې  او په الوتکې کې د سپرو ۱۴ تنو سرتیرو  برخلیک نا څرګند دی او تر اوسه پورې پدې اړه  هیڅډول نښه او نښانه  نده موندل شوې. 



اړوند خبرونه