د چین او امریکا ترمنځه  تجاري جګړه  مخ پر لویدو ده .

چین امریکا ته ورته ځواب ورکړ

د چین او امریکا ترمنځه  تجاري جګړه  مخ پر لویدو ده .

 

امریکا په چین  ۲۰۰  میلیارده  نوې ګمرکي  تعرفه  ولګوله. د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي دي چې د سپټمبر د میاشتې د ۲۴ مې نیټې نه په اعتبار سره به د چین نه په واریدونکو توکو لس سلنه ګمرکي مالیه لوړه کړي.

چین هم  د ټرمپ  لخوا د نوې ګمرکي تعرفې د اعلانولو نه سمدلاسه وروسته  په امریکا د ۶۰ میلیاردو ډالرو نوې ګمرکي تعرفې د لګولو نه خبر ورکړ .

چین ویلي دي چې د امریکا نه په واریدونکو توکو به د پنځو نه تر لس سلنې پورې  ګمرکي  مالیه لوړه کړي.

چین ویلي دي چې  نوې تعرفه به د سپټمبر د ۲۴ مې نیټې په اعتبار سره  ولګول شي.

چین ویلي دي که چیرې  امریکا  په چینیايي توکو  د ګمرکي مالیې په لوړولو  ټینګار وکړي  او دې لړۍ ته دوام  ورکړي چین به هم  ورته  ځواب ورکړي.

چین ویلي دي هیله لري چې امریکا د دواړو هیوادونو  ګټې په نظر کې نیولو سره حرکت وکړي.

د ویلو ده چې  چین  په ۵۰۰۰ قلمه  امریکايي توکو  د ګمرکي مالیې د لوړولو  پریکړه کړې.



اړوند خبرونه