په امریکا کې وسله وال برید شوی

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې وسله وال برید شوی

په امریکا کې وسله وال برید شوی

د امریکا  د کالیفورنیا  په ایالت کې په وسله وال برید کې  لږ تر لږه   ۵ تنه وژل شول.

د امریکا  د کالفورنیا ایالت د باکرس فیلډ  په سیمه کې  یو تن پنځه تنه په ډزو ووژل .

د یاد شوي ښار پولیسو ویلي دي چې  برید کوونکي  لومړی  د  لاریو په یو شرکت کې  په یوې ښځې  او یو هلک  ډزې وکړې  او وروسته يي په همدې سیمه کې دوه تنه نور هم  ووژل .

د پولیسو مشر ډني یانګ بلاډ  ویلي دي چې  برید کوونکي  د څو تنو د وژلو نه وروسته  د تیښتې هڅه کوله  چې پولیس په خپل وخت  د پیښې سیمې ته راورسیدل.

برید کوونکي  یو موټر چې یوه ښځه او یو ماشوم پکې سپاره ول  برمته کړ.

برید کوونکي د پولیسو لخوا د کلابند کیدو نه وروسته  ځانوژنه وکړه.

پولیسو مشر ویلي دي چې  د برید انګیزه  معلومه نده. پولیسو د برید کوونکي د هویت په اړه هم  څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه