انګلستان : د ادلیب په اړه د ولسمشر اردوغان د څرګندونو نه پوره ملاتړ کوو.

امریکا : په ادلیب کې د هر ډول احتمالي فلاکت یواځني مسئولین اسد، روسیه او ایران دي.

انګلستان : د ادلیب په اړه د ولسمشر اردوغان د څرګندونو نه پوره ملاتړ کوو.

په ملګروملتونو سازمان کې  د انګلستان دایمي  استازې  کارن پیرس  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د سوریې د ادلیب  د مسلې په اړه  د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته  لیکلي مقالې ته په اشارې سره ویلي دي چې « د ولسمشر اردوغان د څرګندونو ته  پوره ملاتړ کوو.»

د ملګروملتونو د امنیت شورا د روسیې په غوښتنه  په تهران کې  د ترکیې ، روسیې او ایران د ولسمشرانو په ګډون د جوړې شوې درې اړخیزې غونډې  په نتیجې  او د ادلیب په وروستیو پرمختګونو  د خبرو کولو خاطر  غونډه وکړه.

په ملګروملتونو کې د انګلستان دایمې استازې  کارن پیرس  د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل « د اسد رژیم او روسیې لخوا پر ادلیب د برید  او یا  د ترکیې لخوا په سیمه کې د ترهګرو د جلا کولو  او د هغوې پر خلاف د مبارزه کولو  ترمنځه  باید  یو انتخاب کړو.  که چیرې  سوري مخالفین د ترهګرو پر خلاف  مبارزه کوي د اسد رژیم  پر هغوې د برید کولو  حق نلري. د امنیت شورا باید پدې مسلې خبرې وکړي. »

هغې  د ولسمشر اردوغان لخوا وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته د ادلیب په اړه لیکلي مقالې ته په اشارې سره ویلي دي، ولسمشر اردوغان د څرګندونو ته  پوره ملاتړ کوو.

د بله پلوه  په ملګروملتونو کې د امریکا دایمې استازې نیکي هیلي وویل چې د اسد رژیم او روسیې  د ادلیب په ښار کې په بریدونو کې د بیلري بمونو نه کار اخیستی دی. نوموړو حتا په روغتونونو هم  بریدونه کړي دي.

هیلي وویل چې  دوی په سیمه کې  په ډیرې بې رحمۍ سره  غبرګ غبرګ بریدونه کوي. د اسد رژیم  په یوې سیمې  بمبار کوي. کله چې د ژغورنې ډلې  سیمې ته راورسیږي څو شیبې وروسته  په سیمه  تکرار بمباري کوي. دا یو مسکي پوځي  تاکتیک  ندی  ، دا  یو ډیر  پست او چټل او د ترهګرو  عمل  او تاکتیک  دی.

هغې پر روسیې غږ وکړ چې  په سوریه کې د سولې په اړه  وخت  ضایع کولو ته د پای ټکی کیږدي.

هغې وویل چې  روسیه  او ایران  په سوریه کې ډیر قوي اکتوران  دي. دوی پدې هیواد کې د روانې جګړې د پایته رسولو  په برخه کې د هر ډول  امکان نه برښمند دي. خو له بده مرغه چې دوې  په خپلو کړو ژمنو هم  عمل نکوي. د استانه په بهیر کې  دوې  پخپله د ادلیب  سیمه  د امن د سیمې په توګه اعلان کړه. همدې  پریکړه وکړه. خو له بده مرغه چې دا تړون نن د همدې لخوا د خپو لاندې کیږي.

هیلي وویل چې روسیه  په ادلیب کې د هر ډول فلاکت  د مخنیوي پوره طاقت او توان لري.

اسد رژیم ، روسیه او ایران  باید  هر څه ژر  ددې غلطې لارې نه  راستانه شي. که چیرې  پدې لارې تګ ته دوام  ورکړي  ډیرې  بدې پایلې به رامنځته شي. په ادلیب کې د هر ډول  انساني فلاکت  مسئول همدا  برخې بلل کیږي. که چیرې په ادلیب کې  هر ډول فلاکت رامنځته کیږي  د نړۍوالې ټولنې لپاره یواځني مسئول  همدوی  دي.



اړوند خبرونه