په هندوستان کې د قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه رامنځته شوه

په هندوستان کې  د یو بس  د چپه کیدو له امله  لږ تر لږه  ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په هندوستان کې د قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه رامنځته شوه

 

د هندوستان په سویل کې  د یو مندر د زیارت کوونکو بس  موټر  لاندې  درې ته  غورځیدلی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د خبر له مخې  پیښه  د تلنګانا د ایالت  د جګتیال  په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

د تلنګانا  د ایالت یو تن ځايي چارواکي  راجیشام خبري رسنیو ته ویلي دي سیمې ته د ژغورنې ډلې  استول شوي دي. همداشان  د پیښې مړي  د ثبیت هویت  په خاطر  روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه ویلي دي چې د پيښې  لامل  ناګرڅند دی خو په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.

د هندوستان  خبري رسنیو بیا ویلي دی چې  نوموړی  بس  د هندوانو د مشهور مندر ګونډاکټو انجانیا سوامي نه  زیارت کوونکي  خپلو کورونو ته  ستنول  چې  په لاره کې  لاندې  درې ته  وغورځید.

پداسې حال کې چې د پيښې اصلي لامل ناڅرګند  دی  خو  عیني شاهدانو ویلي دي چې پیښه د ډیر زیات سرعت  له امله رامنځته شوې ده.

ویل کیږي  د بس چلوونکي  د موټر کنټرول د لاسه ورکړ  او لاندې  درې ته وغورځید.

د ویلو ده چې په هندوستان کې  د لارو د خرابوالي  له امله  ژر ژر  ورته  پيښې رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه