په پاریس کې د تیرې شپې د برید کوونکي هویت معلوم شو

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې  یو تن  د چړې  او اوسپنیزې ډنډې سره په خلکو  برید وکړ.

په پاریس کې د تیرې شپې د برید کوونکي هویت معلوم شو

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې  یو تن  د چړې  او اوسپنیزې ډنډې سره په خلکو  برید وکړ.

د پاریس نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پیښه  د ښار شمالي لورې ته  رامنځته شوې ده .

برید کوونکي  ۷ تنه  ټپیان کړي چې  د ۴ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.

د پاریس  امنیتي سرچینو ویلي دي چې  دا برید د ترهګرۍ سره  تړاو نلري.

سرچینې ویلي دي چې برید کوونکی  نیولی  او بهرنی  دی. د بله پلوه  د پاریس پولیسو ویلي دي چې  برید کوونکی د افغانستان وګړی دی.

د برید تړاو  تحقیقات  دوام لري.


پيوندونه: برید , پاریس , فرانسه

اړوند خبرونه