په امریکا کې د شپې په کلوپ برید وشو

په امریکا متحده ایالتونو کې د شپې په کلوپ  وسله وال برید وشو.

په امریکا کې د شپې په کلوپ برید وشو

 

د امریکا  متحده ایالتونو سویل ختیځ لورې ته پروت  د ټینیسي ایالت  د ممفیس  په سیمه کې  د شپې په کلوپ  وسله وال برید وشو.

د ممفیس  د سیمې  پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په برید کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي دي چې  سیمې ته  ګڼ شمیر امبولانسونه استول شوي دي. د برید انګیزه  معلومه نده.

پولیسو د برید کوونکي په اړه هم  څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې  تیره میاشت هم  د امریکا د فلوریدا په ایالت کې  د کمپیوټري  لوبو په یوې سیالۍ  وسله وال برید وشو چې له امله يي ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ګن شمیر نور ټپيان شوي وو.



اړوند خبرونه