په امریکا کې د یو بانک اړوند په ودانۍ وسله وال برید شوی

په امریکا کې د بانک په ودانۍ د خونړي برید له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په امریکا کې د یو بانک اړوند په ودانۍ وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د اوهایو په ایالت کې  د یو بانک  اړوند  په اسمان څلي  د وسله وال برید له امله  لږ تر لږه  ۴ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شول.

د امریکا نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د اوهایو ایالت د مهمو  سوداګریزو مرکزونو نه  د سین سیناتي  په ښار کې  یو تن برید کوونکي  د ففت ټرډ  بانک  اړوند  په یوې ودانۍ  وسله وال برید وکړ.

د سین سیناتي د ښار د پولیسو مشر  خبري رسنیو ته وویل چې  برید کوونکي  د بانک اړوند اسمان څلي ودانۍ ته د ننوتو سره سم  په لومړني پوړ کې  په سالون کې په ناستو خلکو  ډزې وکړې.

په پیښه کې د برید کوونکي په ګډون  ۴ تنه مړه  او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې دا لا معلومه نده چې برید کوونکی  د ودانۍ د ساتوونکو لخوا وژل شوی او ځان وژنه يي کړې ده .

پولیسو  د پيښې په ځای کې  تحقیقات  ترسره کړي دي  او پیښې نه يي د فدرال تحقیقاتو مرکز  پولیسو ته  سپارلې ده .

د اف بي ای پولیس  د پیښې په اړه تحقیقاتو ته دوام ورکوي.

د برید کوونکي هویت هم  معلوم  شو . پولیسو ویلي دي چې برید د عمر پریز  په نامه  د یو تن  ۲۹ کلن  لخوا شوی دی.



اړوند خبرونه