د برازیل ملي موزیم په تاریخي ودانۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې

د برازیل  تر ټولو د لویو او تاریخي موزیمونو نه د ریو دو ژانیرو په ښار کې  په ملي موزیم  کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

د برازیل ملي موزیم په تاریخي ودانۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې

 

د  یاد شوي  ښار  د اور وژنې  ډلو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د اور وژنې چارې دوام لري. پیښه  تیره ورځ رامنځته شوې ده . په موزیم کې اورلګیدنه  هله رامنځته شوه چې د یکشنبې د ورځې له امله د نندارچیانو پر مخ تړلی وو.

د اورلګیدنې لامل  ناڅرګند  دی.

ویل کیږي  په نوموړي ملي موزیم کې  چې  پخوا ترینه د پرتګال  د شاهي کورنۍ د اوسیدو د مکان په توګه هم  کار اخیستل کیده تر ۲۰ میلیونو ډیر تاریخي  اثار  شتون لري. ویل کیږي  دا ودانۍ  ۲۰۰ کاله مخکې جوړه شوې وه.

د برازیل  ولسمشر مایکل تیمر  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دی چې « نن ورځ  د برازیل د خلکو لپاره تر ټولو  د خواشینۍ نه ډکه ورځ  ده. زمونږ دې تاریخي  ارزښت  ډیر زیات  زیان  لیدلی  چې  ددې زیان  اندازه  کوم ناممکنه خبره ده. »

د ویلو ده چې  تر اوسه پورې دا معلومه نده چې پدې اور لګیدنه کې  په کومه اندازه  تاریخي اثارو ته زیان  اوښتی دی.



اړوند خبرونه