سویلي کوریا اسراییلو ته  ډیره  ستره ضربه ورکړه.

سویلي کوریا هیواد ته د اسراییلو د ولسمشر سفر رد کړ

سویلي کوریا اسراییلو ته  ډیره  ستره ضربه ورکړه.

 

سویلي کوریا  دې هیواد  ته د اسراییلو د ولسمشر سفر قبول نکړ.

د اسراییلو د یدعوت احرونوت  ورځپاڼې  لیکلي  دي  چې  سویلي کوریا  دې هیواد ته د اسراییلو د ولسمشر ریون ریوین  سفر رد کړی دی. سویلي کوریا  دې هیواد ته د اسراییلو د ولسمشر د سفر د ردولو  لامل نده په ګوته کړی.

په خبر کې راغلي دي چې دا لا معلومه نده چې دا پریکړه په سویلي کوریا کې د چا لخوا شوې ده خو  په اصل کې د سویلي کوریا دا پریکړه  د اسراییلو لخوا یوه غیرې مترقبه  پریکړه ده.

ورځپاڼې  لیکلي دي سره ددې چې  تر اوسه پورې  ددې خبرې لامل  معلوم ندی خو  داسې ښکاري چې دوه سببونه ولري. لومړنی سبب اسراییلو یو څه موده مخکې  د کښتیو  رانیولو په داوطلبۍ کې  د سویلي کوریا پر ځای جرمني ته  ترجیح ورکړې وه چې دې مسلې  سویلي کوریا ناهیلې کړې وه.

دویم  سبب  دادی چې  د سویلي کوریا ولسمشر د روان کال د اپریل په میاشت کې  د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره  د لومړي ځل لپاره مخامخ لیدنه وکړه چې  اسراییلو  ددې لیدې په اړه  سویلي کوریا ته مبارکي نوه ویلې.

د ویلو ده چې دا د اسراییلو لپاره یو ډیر ستر ګوزار  دی.



اړوند خبرونه