اروپايي ټولنې  امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ته  میدان وډبو.

اروپايي ټولنه: د امریکا د ګمرکي تعرفې د لوړولو ځواب به بالامثل ورکړو.

اروپايي ټولنې  امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ته  میدان وډبو.

 اروپايي ټولنې  امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ته  میدان وډبو.

د اروپايي ټولنې  د کمیسیون ریس  جین کلاد ژانکر وویل  چې  د امریکا لخوا د اروپايي ټولنې د موټرو په سکتور د تعرفې د لوړولو په صورت کې به  ورته ګام اوچت کړ. هغه وویل چې امریکا ته به ورته ځواب ورکړو.

ژانکر دا څرګندونې د یو الماني تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې تیره میاشت کې  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې په لیدنه کې  د موټرو په سکتور د تعرفې  په مسله  خبرې وکړې او په تفاهم  ورسره ورسید.

هغه  ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې ټرمپ  د اروپا د موټرو په سکتور  ګمرکي تعرفي  لوړه کړي  ستاسې دریځ  به څه وي؟ داسې وویل، مونږ  به  بالامثل  ځواب ورکړو.

هغه وویل هیچا ته به د اروپا په تجاري  چارو او سیاستونو کې د مداخلې حق او اجازه ورنکړي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  تیره میاشت ویلي وو چې د اروپا په موټرانو به  ۲۵ سلنه تعرفه لوړه کړي.

د ټرمپ  دې څرګندونو د اروپايي ټولنې سخت غبرګون  پارولی دی.



اړوند خبرونه