هالنډي سیاستوال د پیغمبر ص د کاریکاتورونو سیالي لغوه کړه

د اسلامي نړۍ سختو غبرګونونو هالنډي سیاستوال د پيغمبر ص د کاریکاتورونو د سیالۍ د جوړولو نه منصرف کړ

1040561
هالنډي سیاستوال د پیغمبر ص د کاریکاتورونو سیالي لغوه کړه

افراطي هالنډي سیاستمدار  او د ازادیو د ګوند مشر  ویلډرز  لخوا جوړیدونکې  د پیغمبر ص د کاریکاتورونو د سیالۍ لغوه شوه.

دا خبره پخپله  ویلډرز  کړې ده .

هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې به خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې دا پریکړه  د امنیتي لاملونو له امله  کړې ده .

هغه ویلي دي چې یواځې دده نه بلکې د ټول هالنډ  ژوند  په خظر کې  دي.

هغه ویلي دي چې د اسلام پر خلاف به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او هیڅډول ګواښ  ددې د کارونو مخه نیولی نشي.

د هالنډ د ازادیو د ګوند  افراطي مشر ګیرټ ویلډرز د جون په میاشت کې ویلي وو چې  د حضرت محمد ص د کاریکاتورنو  سیالي به جوړه کړي. هغه ویلي وو چې پدې سیالۍ کې د ګډون وړاندیزونه  د اګست تر ۳۱ مې نیټې منل کیږي. هغه ویلي وو چې سیالي به د نوامبر په لسمه نیټه جوړه کړي. هغه  د سیالۍ د ګتوونکي لپاره د لس زرو ډالرو جایزه ایښنې وه.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو  د ویلډرز  پر خلاف ډیر سخت غبرګونونه  وښود چې وروسته نوموړی  د سیالۍ لغوه کولو ته  اړ شو.



اړوند خبرونه