د بلغاریا ۳ تنو وزیرانو استعفا وکړه.

په بلغاریا کې  ټرافیکي پيښې چې له امله يي ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو  ۳ تنه وزیرانو  استعفا ته مجبور کړل.

1040900
د بلغاریا ۳ تنو وزیرانو استعفا وکړه.

 

د بلغاریا  د صدارت ماڼۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې  لومړي وزیر بویکو بوریسوف د ټرانسپورت وزیر، د سیمه ایزې پراختیا وزیر  او د کورنیو چارو د وزارت استعفا لیکونه ومنل.

د بله پلوه  د بلغاریا  د سیمه ایزې پراختیا او د کورنیو چارو وزیرانو  ګډه خبري غونډه ته وویل چې  د پيښې په اړه  د تحقیقاتو د شفافیت په خاطر يي له خپلو دندو استعفا ورکړې ده .

نوموړو وویل چې پدې ښه پوهیږي چې دا ستونزه  ددوې  په استعفا نشې حلیدلېخو  دا خبره د سیاسي  مسئولیت  یو اصل  دی.

د ویلو ده  چې د ټرانسپورت وزیر بیا  د بعضو صحي  ستونزو له امله  په خبري غونډه کې ګډون نه وو کړی.

د ویلو ده چې د وزیرانو استعفا به په پارلماان کې  یو ځل بیا  د رای اچونې نه وروسته منظور  شي.



اړوند خبرونه