د نیویارک د ایالت والي  په ولسمشر دونالد ټرمپ  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د امریکا متحده ایالتونو  د نیویارک د ایالت والي  په ولسمشر دونالد ټرمپ  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

1033516
د نیویارک د ایالت والي  په ولسمشر دونالد ټرمپ  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

 

هغه وویل چې  ټرمپ غواړي چې هیواد  لا زیات توکمپالۍ، افراطیت، د بهرنیانو د دښمنۍ  او جنسي تبعیض  په مرکز  بدل کړي.

د نیویارک  د ایالت والي  اندریو کومو  دا څرګندونې  په منهاټن کې  یوې غونډې ته وکړې. هغه وویل چې نیویارک ایالت  یو لیبرال  ایالت  دی او په همدې شان به پاتې شي. هغه به د نورو لپاره ښه بدیل وي. هغه وویل چې  نیویارک ایالت به د ټولو توکمونو، دینونو ، مذهبونو  او قومونو د ګډ کور په توګه پاتې شي. دلته به هر څوک د مساوي حقوقو نه برښمند وي.

هغه  د ټرمپ د شعار  لپاره  چې وايي  امریکا له سره لویه کړۍ   یو بدیل  شعار  موندلی دی. هغه ویلي دي  چې مونږ نه غواړو  چې امریکا له سره  لویه کړو. ځکه چې امریکا  هیڅوخت  دومره  لویه نه وه. مونږ  تر اوسه پورې د لویوالي سویې ته رسیدلي نه یو.

هغه وخت به دې سویې ته ورسیږو چې  د امریکا هر وګړی د مساوي حق او حقوقو نه برښمند شي.

د بله پلوه د امریکا  جمهوریت پلوه ګوند  د نیویارک  د والي ددې څرګندونو پر خلاف  سخت غبرګون ښودلی دی.

د جمهوریت پلوو د غبرګون په ځواب کې  د نیویارک د والي  مطبوعاتي  سلاکار داني لیور  اعلامیه خپره کړې ده .

لیور په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې  والي  د امریکا لویوالی  پدې هیواد کې د هر  نر ، ښځه، زوړ او ماشوم  ، تور او سپین  د مساوي حقوقو نه  د برښمند کیدو  سره  ګوري.

ترمپ غواړي چې هیواد  هغه  پخوانیو  د غلامۍ، تبعیض، توکمپالۍ، جنسي تبعیض  ورځو ته  بیا وګرځوي. دې هیواد  ددې بدبختیو پر وړانډې  ډیره زیاته مبارزه کړې ده .

د ویلو ده چې  تمه کیږي چې  د نیویارک والي  د امریکا د ۲۰۲۰ کال  د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې  د ولسمشر ټرمپ  ستر رقیب  شي.



اړوند خبرونه