د جرمني لومړۍ وزیرې د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل  وویل چې  په ترکیه کې اقتصادي بې استقراري  د هیچا په ګټه  نده.

د جرمني لومړۍ وزیرې د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ

 

د جرمني لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل  د نړۍوالو کرنسیو پر وړانډې  د ترکي لیرې  د ارزښت د لاسه ورکولو په اړه ارزونې وکړې.

هغې وویل چې  په ترکیه کې  د اقتصادي پلوه  بې ثباتي د هیچا په ګټه  ندی. جرمني  د اقتصادي پلوه  د مرفع ترکیې  لیدل غواړيږ

د بله پلوه  د جرمني  د حکومت ویاند  ستیفن سیبرت  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په ترکیه کې  د اقتصادي پلوه  استقرار  د جرمني په ګټه  دی. برلین د ترکیې اقتصاد او وروستي پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي.

همداشان د ایټالیا د لومړي وزیر سلاکار بیا ویلي دي چې کیدای شي هیواد يي  لکه د ترکیې په څیر د اقتصادي بریدونو لاندې راشي.



اړوند خبرونه