د دونالد ټرمپ خواښې او خسر ته د امریکا تابعیت ورکړ شو

د امریکا  متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ  د میرمن میلاني ټرمپ  مور او پلار ته د امریکا تابعیت ورکړ شو.

victor and amaljila knavs

 

د امریکا د لومړۍ میرمنې  میلانيا  ټرمپ  مور او پلار  ویکتور او ایمالیژا ناوس  ته  د امریکا تابعیت په نیویارک ښار کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړ شو.

د ویلو ده چې  د میلانيا ټرمپ  ۷۴ کلن پلار چې د هغه د میړه  دونالد ټرمپ نه یواځې دوه کاله  مشر  دی  امریکا ته د راتګ نه مخکې  په سلوانیا کې  په یو موټر پلورنځي کې  کار کولو. همداشان  مور يي بیا  د نساجۍ په فابریکه کې  کار کولو.

د میلانيا ټرمپ مور او پلار  تر اوسه پورې په امریکا کې د ګرین کارت سره  ژوند کولو.

دا لا ندي ویل شوي چې نوموړو ته  ګرین  کارت  د لور لارې ورکړ شوی وو او  که  پخپله يي مراجعه کړې وه.

د امریکا د قوانینو له مخې  د امریکا د تابعیت  یا د ګرین کارت  لرونکي  کولای شي چې خپل اوله درجه خپلوان لکه پلار ، مور، میرمن، ماشومان ، ورور او خور  امریکا ته  راوغواړي.

خو د امریکا  د کانګرس  ځیني  غړيو  د کډوالو په اړه په قانون کې د اصلاحاتو سره غواړي چې  د لومړۍ درجې د خپلوانو نه  د ښځې او ماشومانو نه پرته نور ټول  وباسي.



اړوند خبرونه