د امریکا د نیویارک د فلادیلفیا په ایالتونو کې وسله وال بریدونه شوي

په امریکا کې په دوو جلا جلا وسله وال بریدونو کې ۴ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپيان شول

د امریکا د نیویارک د فلادیلفیا په ایالتونو کې وسله وال بریدونه شوي

 

د شمالي فلادیلفیا  ایالت پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نامعلومو وسله والو  د یو موټر نه په خلکو  ډزې کړي چې له امله يي دوه  تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې د پولیسو مشر ریچارد روز  ویلي دي چې پيښه  د ماسخوتن د ۹ نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې  برید کوونکو برید  د یو موټر نه کړی دی. برید کوونکو پدې برید کې  د ډیر قوي  ماشینګړې نه کار اخیستی دی.

هغه ویلي دي چې برید کوونکو  ۱۱ ډزې کړي دي. په پيښه کې  یو ۳۲ کلن نارینه او یوې ۳۴ کلنې میرمنې ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې  د برید کوونکو  د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل شوي دي.

د ویلو ده چې  تیره ورځ د امریکا د نیویارک په ښار کې هم  په یو روغتون د وسله وال برید له امله  لږ تر لږه  ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

د نیویارک پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پیښه  د ویستچستر د روغتون په څلورم پوړ کې رامنځته شوې ده . په پیښه کې  یوې ښځې او یو نارینه  ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي  د دواړو پیښو  انګیزې  معلومې ندي.  امریکا خبري رسنیو ویلي دي چې د نیویارک په پیښه کې  وژل شوي ښځه او میړه دي.



اړوند خبرونه