په مکسیکو کې مساپروړونکې الوتکې  سقوط وکړ.

د مکسیکو د دورانګو په ښار کې  یوه مساپروړونکې الوتکه د الوتنې نه لنډ موده وروسته  راوغورځیده.

1023618
په مکسیکو کې مساپروړونکې الوتکې  سقوط وکړ.

 

د ایرمکسیکو هوايي  شرکت د پيښې په اړه ویلي دي چې « د ګوادالوپي ویکتوریا د هوايي ډګر نه د مکسیکو سټي د ښار پر لورې روانه  مساپروړونکې الوتکه  د ګوادالوپي ویکتوریا د هوايي ډګر نه د پاسیدو نه لنډه موده وروسته  راوغورځیده. په الوتکه کې د پیلوټانو ، میله پالو او مساپرو په ګډون ۱۰۱ تنو شتون درلود. الوتکه د الوتنې نه ۵ دقیقې وروسته  راغورځیدلې ده. »

د دورانګو ویکتوریا  د ایالت والي  جوسي ایسپورو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې ځای ته  د ژغورنې او روغتیايی ډلې رسیدلي دي. هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې  په الوتکه کې موجود کسان  ټول ټپیان شوي دي.

په پيښه کې هیچا ژوند  د لاسه ورکړی ندی  خو  د بعضو  ټپیانو روغتیايي حالت  باریکه  دی.

بعضو ځايي خبري رسنیو ویلي دي چې د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته  ځینې مساپر چې روغتیايي حالت يي  ښه وو د مرستې د راغوښتو په خاطر  يي تر سړکه   ځان  رارسولی دی.

په الوتکه کې  ۹۷ تنو مساپرو ، دوه پیلوټانو او دوه میلمه پالو  شتون درلود.

د ایرمکسیکو هوايي شرکت ویلي دي چې پيښې  لامل  ناڅرګند دی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.   


پيوندونه: #مکسیکو , #الوتکه , #سقوط

اړوند خبرونه