په تورنتو کې وسله وال برید شوی
د کاناډا د تورنتو په ښار کې د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کاناډا د تورنتو په ښار کې د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
پيښه د تورنتو د ډانفورډ او لوګان د څلور لارو ترمنځه د یونان په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د سیمې د پولیسو په وینا په پیښه کې د برید کوونکي په ګډون ۲ تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د تورنتو ښار د پولیسو مشر مارک ساونډرز ویلي دي چې د لا معلومه نده چې دا پيښه د ترهګرۍ سره کوم تړاو لري او که نه. د پيښې په اړه څیړنې دوام لري.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي برید کوونکي چې تورې جامې په تن درلودې په خلکو ډزې وکړې.
د سیمې د پولیسو ویاند ویلي دي چې د ټپیانو نه د بعضو روغتیایي حالت ښه ندی.
په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه شتون لري.
همداشان په ټپیانو کې ماشومان هم شتون لري.
د یادولو وړ ده چې د روان کال د اپریل په میاشت کې هم په تورنتو ښار کې په ملکي وګړو د موټر پر مټ برید شوی وو.
یو تن برید کوونکي ګڼ شمیر کسان د خپل موټر لاندې کړي وو چې پدې پیښه کې ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.