د مکسیکو نوی ولسمشر معلوم شو.
په مکسیکو کې کین اړخی اندریس مانویل لوپیز اوبرادو د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د مکسیکو نوی ولسمشر معلوم شو.
په مکسیکو کې کین اړخی اندریس مانویل لوپیز اوبرادو د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په مکسیکو کې د ولسمشرۍ ټاکنو غیرې رسمي پایلې اعلان شوې . د غیرې رسمي پایلو له مخې کین اړخي اندریس مانویل لوپیز اوبرادو د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
د نوموړي هیواد د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۶۲ سلنه وه.
ویل کیږي نهايي پایلې لا اعلان شوي ندي خو د غیرې رسمي پایلو له مخې کین اړخي نوماند ټاکنې ګټلي دي.
د ویلو ده چې د مکسیکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اوبرادو دوو سترو رقیبانو وار د مخه د خپلې ماتې په منلو سره هغه ته مبارکي ویلې وه.
لوپیز ابرادور د بري نه وروسته خبري خبري غونډې ته وویل چې د لومړنۍ دندې په توګه به په هیواد کې د فساد ریښې وچې کړي او هیواد به ددې شر نه وژغوري.
د بله امریکا د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د غیرې رسمي پایلو د اعلانیدو نه سمدلاسه وروسته د مکسیکو نوي ولسمشر ته د ټویټر له لارې مبارکي وویله.
ټرمپ د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې دواړه هیوادونه ډیر کارونه لري چې باید په ګډه يي وکړي. دا کارونه به د امریکا او مکسیکو په ګټه وي.
د مکسیکو کین اړخي نوي ولسمشر د امریکا سره د اړیکو په اړه ویلي ، د امریکا سره د متقابلو ګټو او همکارۍ پر بڼسټ ولاړو دوستانه اړیکو غوښتوونکي یو.