د امریکا او کاناډا ترمنځه پیل شوي ناندرۍ دوام لري

د کاناډا  ولسي جرګې  د لومړي وزیر جاستین تردو پر خلاف  د ولسمشر ټرمپ  د سلاکار څرګندونې  په کلکه توګه وغندلې.

990831
د امریکا او کاناډا ترمنځه پیل شوي ناندرۍ دوام لري

د  تجاري چارو په برخه کې  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ د سلاکار پیتر ناوارو لخوا  د کاناډا  د لومړي وزیر پر خلاف  وروستیو څرګندونو  د کاناډا  سخت غبرګون پارولی دی.

د کاناډا  ولسي جرګې  د لومړي وزیر جاستین تردو پر خلاف  د ولسمشر ټرمپ  د سلاکار څرګندونې  په کلکه توګه وغندلې.

د ویلو ده چې  د کاناډا  د کبک په ښار کې په جوړه شوې  د جي  ۷ یا نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو په سرمشریزه کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ او نورو غړیو هیوادونو د مشرانو ترمنځه  د رامنځته شوي  بحران  انعکاسات دوام لري.

د کاناډا  ولسي جرګې تیره ورځ  د لومړي وزیر جاستین ترودو  په ملاتړ  یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه.

د کاناډا  ولسي جرګې  د یو پریکړه لیک په لاسلیکولو سره  د امریکا د ولسمشر د سلاکار لخوا د کاناډا  او د کاناډا د لومړي وزیر جاستین ترودو پر خلاف  کړې څرګندونې  په کلکه توګه وغندلې او وویل  چې دا ډول  بې مسئولانه څرګندونې د دواړو هیوادونو اړیکو ته  ستر زیان  رسوي.

همداشان  ولسي جرګې ویلي دي چې  د امریکا لخوا د کاناډا  د کرنۍ په سکتور د مالیو د لوړولو له امله به د خپلو بزګرانو  او کرنیز سکتور نه  ملاتړ وکړي.

د یادولو وړ ده چې امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو  د فولادو، المونیم او کرنیزو توکو  مالیه  لوړه کړه. پدې هیوادونو کې کاناډا هم  شتون لري.

د کاناډا لومړي وزیر  جاستین ترودو  د امریکا پدې اقدام  سختې نیوکې وکړې.

د کاناډا د لومړي وزیر  لخوا په امریکا  او ټرمپ  ادارې باندې د نیوکو نه وروسته  په تجاري چارو کې د ټرمپ  سلاکار  د فوکس  تلویزیون سره په مرکه کې  د کاناډا لومړي وزیر ته په اشارې سره وویل « هر هغه بهرني  مشران  چې د ولسمشر ټرمپ سره د بد نیت ډیپلوماسي  کوي او د شا له لورې په هغه  د چړو د بریدونو هڅه کوي  هغوې دې جهنم ته  لاړ شي. په جهنم کې د هغوې لپاره ځانګړی ځای جوړ شوی دی. »

د بله پلوه  د امریکا ولسمشر ټرمپ هم  د کاناډا د لومړي وزیر د دوه مخي په توګه یادونه کړې وه.   



اړوند خبرونه