هنديان: بهرني سيلانيان دې نه راځي!

د هندوستان په شمال كې د شېمله د سيمې اوسېدونكو د ټولنيزې مېډيا له لارې پر بهرنيو سيلانيانو غږ كړى دى چې د دوى سيمې ته دې نه ورځي.

هنديان: بهرني سيلانيان دې نه راځي!

 

 

ويل كيږي چې ځايي اوسېدونكي د څښاك د اوبو د كمښت له امله نه غواړي چې سيلانيان يې ښار ته راشي. په ښار كې د تېرې يوې اونۍ راهيسې شاوخوا ۲۰۰ زره كسانو ته د څښاك اوبه نه دي رسول شوي. د ځايي خلكو د خبرداري وروسته د شېملې توريستي ښار ته د سيلانيانو په شمېره كې ۳۵ سلنه كمښت راغلى دى.

ويل كيږي چې بهرنيو سيلانيانو په سيمه كې د ځايي خلكو خبردارى جدي ګڼلى او په هوټلونو كې يې پخوا نيول شوي ځايونه لغوه كړي دي.

د معلوماتو له مخې په شېمله كې د شديدې ګرمۍ له امله د اوبو زېرمې وچې شوې دي.



اړوند خبرونه