په کاناډا کې  چاودنه وشوه.

په کاناډا کې په یو رستورانت کې چاودنه وشوه

په کاناډا کې  چاودنه وشوه.

په کاناډا کې  چاودنه وشوه.

د کاناډا  د میسیساګا  په ښار کې چاودنه وشوه. د لومړنیو  معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۱۵ تنه  ټپیان شوي دي.

چاودنه  په یو رستورانت کې رامنځته شوې ده .

د رویټرز خبري اژانس  ویلي دي چې  د چاودنې لامل  تر اوسه پورې  معلوم ندی.

د ټپیانو نه  د دوو تنو  روغتیايي حالت  باریکه  دی.

د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  چاودنه په یو رستورانت کې رامنځته شوې ده خو لامل يي تر اوسه پورې معلوم  ندی.

چاودنه په یو هندي رستورانت کې شوې ده . د بله پلوه پولیسو د دوو تنو شکمنو کسانو رستورانت ته د ننوتو پر مهال  د امنیتي کمرو لخوا اخیستل شوی عکس خپور کړ.

پولیسو ویلي دي چې  چاودنه ددې دوو تنو لخوا شوې ده . نوموړو  په رستورانت کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای او چولي دي.

پولیسو ویلي دي چې  د ټپیانو نه  دوه تنه چې روغتیايی حالت يي  ښه  نه وو  د تورنتو ښار د سني بروک روغتون ته  انتقال شوي دي.



اړوند خبرونه