ټرمپ د شمالي كوريا سره خپله تاريخي ليدنه لغوه كړه!

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شمالي كوريا د مشر كيم جونګ اون سره په سينګاپور كې خپله ليدنه لغوه كړه.

ټرمپ د شمالي كوريا سره خپله تاريخي ليدنه لغوه كړه!

 

 

پخوا ټاكل شوې وه چې د جون د مياشتې په ۱۲مه نېټه په ټرمپ د كيم جانګ اون سره په سينګاپور كې وګوري.

ټرمپ اون ته د يو ليك په لېږلو سره څرګنده كړه چې دا ليدنه د اوس لپاره د نړۍ په ګټه نه ده.

د سپينې ماڼۍ لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي  چې پدې وروستيو كې د كيم جانګ اون په څرګندونو كې `` غصه او ښكاره دښمني`` ليدل كيږي.

شمالي كوريا ته د ټرمپ لخوا په لېږل شوي ليك كې راغلي دي چې `` فكر كوم د اوږدې مودې راهيسې د پلان شوې ليدنې ترسره كېدل نامناسب دي. د سينګاپور ليدنه د دواړو خواو په ګټه خو د نړۍ په تاوان ده.``

ټرمپ په خپل ليك كې كيم جونګ اون ته خبردار وركړى دى چې د خپل اتومي پروګرام نه تېر شي.  په ليك كې راغلي دي چې `` تاسې د خپل اتومي پروګرام د قابليت په اړه غږېږئ خو زموږ قابليت دومره پياوړى دى چې خداى ته دعا كوم چې هېڅكله خپل اتومي قابليت استعمال نه كړئ!``

ټرمپ زياته كړه چې پدې سره نړۍ او په ځانګړي توګه شمالي كوريا لوى فرصت له لاسه وركړ. ټرمپ په خپل ليك كې د درې تنو امريكايانو د خوشې كولو له امله هم له كيم جانګ اون نه مننه وكړه.

دا ليدنه په داسې حال كې لغوه كيږي چې شمالي كوريا نن د خپل اټومي پروګرام تر ټولو لوى تاسيس د نړيوالو خبريالانو د سترګو پر وړاندې ويجاړ كړ او پدې ډول يې په خپلې وعدې وفا وكړه.

شنونكي وايي چې ټرمپ شمالي كوريا وغولوله.



اړوند خبرونه