د مسلمانانو په اړه د سويډني راهب څرګندونې

په سويډن كې د كليسا د شورا د كيڼې سيمې د كليسا مشر په ټولنيزه مېډيا كې د مسلمانانو په اړه د يو ليك په خپرولو سره شهرت پيدا كړ.

د مسلمانانو په اړه د سويډني راهب څرګندونې

 

دا راهب چې سټيفان لېنډكوېسټ نوميږي په خپل فېسبوك كې د `` مسلمانان څومره خطرناك دي؟`` تر عنوان لاندې يو ليك مطلب خور كړ چې په لنډه موده كې يې  د خلكو پاملرنه جلب كړه. لېنډكوېسټ په ليك كې ليكلي دي دي چې `` يو مسلمان راته تازه هګۍ راوړې. يو بل رانه د روغتيا پوښتنه وكړه. يو بل يې راته وويل چې د خپل موټر په واسطه يې خپل ځاى ته ورسوم. ځكه زما موټر په وركشاپ كې و. داسې مسلمان پېژنم چې خپل ګاونډي ته چې پېسې نه لري، تل ډوډۍ وړي. په ريښتيا هم مسلمانان څومره خطرناك دي؟!``

لنېډكوېسټ په خپل مطلب كې د مسلمانانو او سوېډنيانو د مقايسې پر مهال ليكلي دي چې `` پدې هېڅ باور نه لرم چې يو سويډنى دې د پېسو پرته بل چاته هګۍ وركړي. كوم سويډنى د خپل ملګري كور ته چې پېسې نه لري، ډوډۍ وړي؟ په ريښتيا هم مسلمانان ډېر خطرناك دي؟!``

د لېنډكوېسټ په وينا ``موږ سوېډنيان بايد سترګې پرانيزو او حقيقت ومنو. پدې پوه شوم چې ډېر قدرمن او سخي مسلمان ملګري لرم.كه چېرې دا انسانان قبول كړئ او اجازه وركړئ چې تاسې سره ژوند وكړي نو په مقابل كې به يې مينه ترلاسه كړئ. خو ددې سره سره بيا موږ په ورځ كې له لوډ سپيكره د څو دقيقو لپاره د آذان سره هم مخالفت كو.``

د سټېفان لېنډكوېسټ دا ليك په لنډه موده كې په ټول هېواد كې مشهور شو.  ددې هېواد يوې مهمې ورځپاڼې د لېنډكوېسټ سره مركه هم وكړه. نوموړي زياته كړه چې غوښتل مې چې سويډنيانو ته وښايم چې مسلمانان څومره سخي او مينه ناك دي.  


پيوندونه: مسلمانان , راهب , سويډن

اړوند خبرونه