د امریکا ولسمشر د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر ټرمپ د خپلو سلاکارانو د مخالفت سره سره د روسیې ولسمشر ته مبارکي ورکړه
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د خپلو سلاکارانو د ټولو خبرداریو سره سره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو ځل بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.
ټرمپ د روسیي ولسمشر پوتین ته د ټیلیفون په کرښه مبارکي وویله. ویل کیږي ټرمپ پداسې حال کې د روسیې د ولسمشر سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې او هغه ته يي یو ځل بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله چې د هغه د ملي امنیت په برخه کې سلاکارانو ددې کار سره مخالفت کولو.
د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې ادعا کړې ده چې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت په برخه کې د خپلو سلاکارانو د مخالفت سره سره د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه ته يي مبارکي وویله. واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي دي چې ټرمپ پدې برخه کې د خپلو سلاکارانو خبره نده منلې.
د بله پلوه ویل کیږي ټرمپ د پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې په انګلستان کې د مسموم شوي روس جاسوسانو په مسلې د خبرو کولو نه هم ډډه کړې ده . د هغه سلاکارانو ته هغه ته د پوتین سره په خبرو کې ددې مسلې نه د یادونې غوښتنه کړې وه خو هغه ترینه ډډه وکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاند هم پدې اړه ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د روسیې د ولسمشر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې په انګلستان کې د مسموم شوو روس جاسوسانو په مسلې خبرې ندي کړي.