ټرمپ د بهرنيو چارو وزير له دندې ګوښه كړ.

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر د هېواد د بهرنيو چارو وزير ريكس ټېلرسن له دندې ګوښه كړى.

ټرمپ د بهرنيو چارو وزير له دندې ګوښه كړ.

 

ټرمپ  د امريكا د مركزي استخباراتو سي آى اېې  مشر مايك پامپيو د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه په دنده وګمارولو.

د سپينې ماڼۍ لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې ښاغلى پامپيو په اوسني حالت كې د مهمې دندې لپاره وړ انسان دى.

د بله پلوه د سي آى ايې مشرتابه ته بيا د لومړي ځل لپاره د ګينا هسپېل په نامه يوه ښځه وټاكل شوه. هسپېل پخوا د همدې ادارې مرستياله وه.

ترمپ د ټويټر له لارې په څرګندونو كې له ټېلرسن مننه وكړه.



اړوند خبرونه